untitled
  • Hey Webmasters! Get a free website with holiday themes - Get it NOW!

عطاء محمد وردګ

ښاغلے عطاء محمد چې د خپل قام پۀ مناسبت سره دوردګ تخلص لری ،دمئی پۀ درېمه نېټه کال نولس سوه اويايم کښې پۀ دربار چکدره ضلع دير کښې دښاغلی ولی محمدوردګ کره زېږېدلے دے ـ  دنيکه نوم ئې رحمت ګُل ملک دے ـ تر څوارلسم جماعت پورې ئې رسمی تعليم کړے دے ـ دکال نولس سوه اتۀ اتيايم نه شاعری کوی ـ د ( کلی ته به کله ځو ) پۀ نوم ئې يوه شعری ټولګه چاپ ده ـ د کلام بېلګه ئې تاسو ته وړاندې کوو ـ

غـــــــــــــــــزل

عطا محمد وردګ

(د ښاغلی عطا محمد وردګ د شعری مجموعې ( کلی ته به کله ځو ) نه انتخاب )

زما دعقل پۀ کاسه کښې نۀ ځائـــــــــــــــــــــــــيږی لالے

بيا هُم د زړۀ پۀ وران کنډر کښې مې اوســــيږی لالے

د نمر ، سپوږمۍ دا رڼاګانې به څنګ تتې نــــــۀ وي

چې د تورتم پۀ تورو شپو کښې سبا کـــــــــــيږی لالے

څنګه به نۀ ښېرازه کېږي دا لتاړې دشتــــــــــــــــــــــې

د پشکال د بارانه پۀ شان ورېــــــــــــــــــــــــــــــــږی لالے

لمبه لمبه شم د رقيب خوا کښې چې ئې اووينـــــــمه

پۀ زړۀ د صبر تيګه کېږدم خفه کــــــــــــــــــــــــېږی لالے

زړګے مې ډېر غواړی څې نن ئې دا قيصه ختمه کړم

مګر پټېږی ، پۀ شا کېږی او شرمېـــــــــــــــــــږی لالے

چې پۀ خطاکښې تقاضا ترې د بوسې اوکـــــــــــــړمه

وردګه ! سُور شی د غُصې نه او ګواښــــــــېږی لالے

 


Web Hosting · Blog · Guestbooks · Message Forums · Mailing Lists
Allwebco Web Templates · Build your own toolbar · Free Talking Character · Audio, Fonts, Clipart
powered by a free webtools company bravenet.com