untitled
  • Hey Webmasters! Get a free website with holiday themes - Get it NOW!

تواب تُرابی

ښاغلے فضل تواب چې تُرابی تخلص لری د اپرېل د مياشتې پۀ لسمه نېټه کال نولس سوه يو کم اويايم کښې پۀ دربار ( چکدره ) ضلع دير کښې د ښاغلی محمد صادق کره زېږېدلے دے ـ پۀ قام اباخېل دے ـ تر څوارلسم جماعت پورې ئې رسمی تعليم کړے دے ـ يوه شعری ټولګه ( پۀ سپوږمۍ ګُلونه ) او يوه سفرنامه ( ناليدلې لار ) ئې چاپ دي ـ دکلام بېلګه ئې تاسو ته وړاندې کوو ـ

 

تېر وخت    ( نظم )

ليک : تواب تُرابی

( د ښاغلی تواب تُرابی د شعری مجموعې ( پۀ سپوږمۍ ګُلونه ) نه انتخاب )

ښۀ ژوندون وو

تېرېدلو

زۀ د څۀ نه خبر نۀ ووم

زۀ د څۀ نه خبر نۀ ووم

څۀ ارمان مې پۀ زړۀ نۀ وو

کۀ هر څوک راته قهرشوے

زۀ يم لږ شان خفه شوے

بيا يم روستورضا شوے

چاکۀ لږه مينه کړې

زۀ يم ډېر خوشحاله شوے

ورته غلے خندېدلے

نۀ جامو کښې يم ځائېدلے

پۀ کوڅو کښې ګرځېدمه

کله کله ژړېدمه

دا ژړا د خفګان نۀ وه

دا ژړا د ارمان نۀ وه

دا ژړا د هجران نۀ وه

دا ژړا دګُلان نۀ وه

زۀ

ماشوم ووم

هُم

معصوم ووم

زۀ د څۀ نه خبر نۀ ووم

زۀ د څۀ نه خبر نۀ ووم

داخو زۀ د ګُل غوټۍ ووم

پۀ رورو به خورېدمه

چې زۀ پوهه پۀ ښۀ بدشوم

پۀ درياب د ژوند ورګډ شوم

دې درياب يم ژړولے

هُم ئې ډېر يم کړولے

زۀ د خلقو د خندا شوم

هُم وېزاره ددُنيا شوم

خپل پردو يمه شړلے

هُم دوستانو يم رټلے

خپل هُم چا نۀ يم ګڼلے

خو

ماتل ځان دے خندولے

ماتل ځان دے خندولے

هغه

تېر وخت مې راياد شی

تېر وخت بيا نۀ دے راغلے

تېر وخت بيا نۀ دے راغلے


Web Hosting · Blog · Guestbooks · Message Forums · Mailing Lists
Allwebco Web Templates · Build your own toolbar · Free Talking Character · Audio, Fonts, Clipart
powered by a free webtools company bravenet.com