|
|
|
![]() |
نعيم راهی ښاغلے نعيم راهی دمارچ د مياشتې پۀ څلورمه نېټه کال نولس سوه شپېته کښې پۀ طوطه کان ملاکنډ اېجنسۍ کښې د ارواښاد حليم شاه کره زېږېدلے دے ـ دنيکه نوم ئې ملک دولت خان دے ـ تر څوارلسم جماعت پورې ئې رسمی تعليم کړے دے ـ د نولس سوه څلوراويا يم نه شاعری کوی ـ د ( منزل پۀ لور ) يوه شعری ټولګه ئې خپره شوې ده ـ نظم اونثر دواړه ليکی ـ د کلام بېلګه ئې تاسو ته وړاندې کوو ـ |
|
غــــــــــزل ژوند د بې غمۍ او هغه ګُل مخونه چرتـــــــــــــــه دي اوس د وړوکوالی هاغه تېر وختونه چرتـــــــــــــه دي خپې ابلې ټکېدلې ګوتې ،منډې پۀ شپلونو کښــې پۀ نرمو قالينونو کښې هغه خوندونه چرتـــــــــــه دي ښې لوئې کوټې ، تورې برګې ، پکښې بلا مينـــــــه ښُکلي پۀ ډيؤ هغه زاړه تاخونه چرتـــــــــــــــــــــــــه دي هرخوا امن امن ، د وخت غېږې د سکون ډکـــــــــــې هغه د غوړاسکو ځل ،د ټيم ورونه چرتــــــــــــــــه دي نۀ درزيږي زړونه پکښې دا هغه کوڅې نـــــــــــــۀ دي څۀ شوې نړېدلې بلئ،هسک سرونه چرتـــــــــــــه دي بېل شول يوتربله مئينان خو څوک پرې پوه نۀ شول سترګو ته څنګل ، پۀ شونډو وچ پاړونه چرتــــه دي ناسته پۀ ټاټونو راهی ،ژوند د بادشاهۍ پۀ تــخت جېب کښې مشواڼۍ ،پۀ مټۍ خړ لاسونه چرته دي |
bravenet.com