|
|
د شور تصوير
د شور تصوير د نوموړی شاعر ښاغلی عُمر ذاده افغان شعری مجموعه ده ـ د شور تصوير پۀ کال ( 2001 ) کښې د اوولسی ادبی ټولنې مردان صوبا سرحد پاکستان لۀ خوا چاپ شے دے ـ پۀ 247 صفحو باندې اډاڼه پۀ دې کتاب کښې 113 غزلونه ، 27 نظمونه ، 4 سندرې او 27 قطعې شاملې دي ـ د کتاب ټائټل رنګين او زړۀ راښکونکے دے ـ ښاغلی اجمل خټک ، رحمت شاه سائېل او محمد اقبال اقبال پرې پۀ زړۀ پورې سريزې او تبصرې کړي دي ـ بيعه ئې 100 روپئ پاکستانۍ ده ـ د صوبه سرحد پاکستان د ټولو غټو کُتب خانو نه تر لاسه کېدے شي ـ د شور تصوير د پُښتو ادب د سر ټيک دے ـ
دځوانۍ تنده
دځوانۍ تنده د ښاغلی عبد القادر صياد ړومبۍ شعری مجموعه ده ـ دا کتاب پۀ 211 صفحو اډاڼه دے ـ دا کتاب د سعودی عرب د نوميالی ادبی تنظيم ( پُښتو ادبی غورځنګ رياض ) تر سېوری لاندې خور شوے دے ـ پۀ دې کتاب کښې پۀ مجموعی توګه 15 نظمونه ، 113 غزلونه، 2 سندرې ، 8قطعې او 7 هائېکوګانې دي ـ
د ښۀ زړۀ راښکونکی ټائټل او معياری کاغذ پۀ شته والی دا کتاب نور هُم ښائسته شوے دے ـ پۀ دې کتاب باندې نوموړی اديب او شاعر اباسين يوسفزۍ او ښاغلی صابر حجازی تبصرې ليکلي دي هر کله چې ښاغلی سهېل تندر د ښاغلی عبد القادر صياد پۀ ژوند اوپېژند ګلو رڼا اچولې ده ـ دا کتاب د صوبه سرحد پاکستان پۀ ټولوکُتب خانو کښې مېلاوېدے شی هر کله چې د پُښتو ادبی غورځنګ رياض سعودی عرب د کتابتون نه هُم ترلاسه کېدے شی ـ د ځوانۍ تنده د خپلې موضوع او شاعرۍ پۀ اعتبار سره يوه معياری ادبی پنګه ده ـ
سپرلے پۀ غورځنګونو
سپرلے پۀ غورځنګونو د ځوان شاعر ،اديب ، صحافی او د درې مياشتينۍ اُردوـ پُښتو مجلّې حصار د چيف ايډيټر صابر حجازی ړومبې شعری مجموعه ده چې د ملاکنډ د ادب ښېزه سيمې د نوميالی ادبی تنظيم ( ملاکنډ پُښتو ادبی سنګر درګۍ ) لۀ خواپۀ کال ( 1998 ) کښې خوره شوې ده ـ پۀ 144 صفحو اډاڼه پۀ دې شعری مجموعه کښې 37 غزلې او 15 نظمونه موجود دي ـ پۀ دې کتاب نوموړی انقلابی شاعر او اديب ښاغلی حسېن احمد صادق او نوموړی اديب او شاعر ښاغلی اباسين يوسفزی صېب تبصرې کړي دي ـ ټائټل ئې ساده خو زړۀ راښکونکے دے . پۀ ساده کاغذ چاپ دے ـ دا کتاب د پُښتو ادب پۀ اوربل کښې د يو نوی ګُل اضافه ده ـ
غزل بڼ
غزل بڼ د ځوان شاعر او اديب ښاغلی علی خېل درياب شعری مجموعه ده چې د ( همېشه پُښتو ادبی ټولنه ) رجسټرډ اماندره ملاکنډ اېجنسی صوبه سرحد لۀ خوا پۀ کال ( 2003 ) کښې چاپ شوې ده ـ ښاغلی لائق ذاده لائق پرې تبصره ليکلې ده ـ پۀ دې شعری مجموعه کښې 244 صفحې دي او پۀ 127 غزلونو اډاڼه دے ـ ټائټل ئې رنګين او زړۀ راښکونکے دے ـ دچاپ معيار ئې د اوچتې درجې دے ـ غزل بڼ د ادب پۀ دُنيا کښې د نوې او زړې شاعرئ پۀ زړۀ پورې امتزاج دے ـ بيعه ئې پاکستانۍ 100 روپئ ده ـ د صوبه سرحد پاکستان د ټولو غټو کتاب خانو نه تر لاسه کېدے شي ـ
ائينه
دځوان فکره او خوږ ژبی شاعر ښاغلی لياقت تصور ړومبۍ شعری مجموعه ( ائينه ) چاپ شوه ـ پۀ 224 مخونو اړه لرونکی پۀ دې کتاب کښې د ادب د نظم د برخې پۀ هر صنف قلم پورته کړے شوے دے ـ رنګين ټائټل لری ـ د هغۀ د شاعرۍ خوبی د هغۀ د اسلوب ځانګړتيا ده ـ لنډ بحرونه ، ساده او روانه سوچه پُښتو ژبه ،پُښتنی کليوال رنګ ، د پُښتنۍ سيمې ژبه ايزکلتوری رنګ ، د چاپېريال د رنګونو او ښکلاګانو عکسونه ، د پُښتنی پت او غېرت نه ډک د وېنا اندازاو بيا پۀ تېره تېره د هغۀ د عشق و محبت او سپېځلې مينې هيلې د هغۀ شاعرۍ ته دوام بخښی ـ د هغۀ هر کلام د بل نه جُدا رنګ او اهنګ لری ـ د کتاب بيعه ئې سل روپۍ ده ـ دا کتاب د پُښتو ادبی غورځنګ رياض سعودی عرب پۀ مرسته چاپ شوے دے ـ
bravenet.com