|
|
د پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ )
د نوی منتخب صدر
صابر حجازی
د سوګندونو د دستوری پۀ موقع خطاب
بسم الله الرحمن الرحيم
د کُلهم دُنيا سيندونه کۀ سياهی شی
کۀ تختۍ جوړه د واړه کائنات شــــی
کۀ شی واړه ونې بوټی قلــــــــــــــمونه
احاطه دې ربه کله د صفات شـــــــــی
ګرانه اؤ قدرمن مشر مېلمه روح الامين ناياب صېب ،قدرمن اعزازی مېلمه ډاکټر جميل الرحمان صېب ، د پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) سرپرست نعيم راهی صېب ، د پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) د مجلس عاملې چيئرمېن بخت زر درياب دولت خېل صېب ، د غورځنګ د قافلې ملګرو ، مينه والو اؤ زړۀ ته رانزدې راغلو درنو مېلمنو نېکې هيلې اؤ پېرزوئنې مې قبولې کړئ ـ
ټولو درنو مېلمنو ته دې درنې دستورې ته پۀ راتګ د زړۀ د تله پۀ خېر راغلے وايمه ـ
قدرمنو مېلمنو ! نن يو ځلې بيا تاسو پۀ يوه داسې دستوره کښې ګډون کوئ چرته چې د غورځنګ د قافلې ملګرو خپل نوی سرخېلان ټاکلی دي اؤ ستاسو تر وړاندې ئې د خپلو منصبونو سوګندونه پورته کړل ـ
د پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) د ادبی يُون اووم کال د بره کېږی اؤ نن د پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) ستاسو د وړاندې د يوې ګُورې ونې پۀ شکل کښې ولاړ دے ـ
د پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) د نوی تېغ پۀ خصمانه اؤ روزنه کښې د ادب د ډېرو ماليارانو خوله شامله ده چې پکښې ځنې زمونږ تر مېنځه پۀ دې دُنيا کښې نشته اؤ ځنې پۀ خپلو هېوادونو کښې د ژوند شپې ورځې سبا کوی ـ دغه نوم ورکی مالياران وو چې د هغوئ پۀ برکت د غورځنګ دا ګُلستان ښېرازه دے اؤ انشاء الله وی به ـ مونږ ددغه نوم ورکو ادبی ماليارانو خدماتو ته دعقيدت پېرزوئنې وړاندې کوو ـ
د پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) اوس ديو پوهنتون يعنې مدرسې شکل اختيار کړے دے ـ ډېر هغه نوي ليکوال ملګري چې پۀ پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) کښې د ګډون نه وړاندې د ډېرو ادبی کموتونو سر مخ وو د الله تعالی پۀ فضل د خپلو ديوانونو څښتنان جوړ شوي دي اؤ د ډېرې ګټه ورې ادبی پوهې پنګه هُم لری ـ بلکې ځنې هغه مينه وال چې شاعران ئې د اؤرېدو تر حده پورې خوښ وو نن پۀ خپله د شاعرۍ کولو جوګه دي ـ د کومې سهره چې زۀ د پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) ټولو غړو ته پۀ سرووم ـ
درنو ملګرو ! هُم دا شاعران دي چې خپله مورنۍ ژبه لکه د خُوګ لاس د غاړې نه نۀ بېلوي ـ ګنی نو د چاپېرچل نورې ټولنې دې پله ډېر لږ پام راګرځوی ـ پۀ دې اړوند پُښتنې ټولنې له پکار دی چې ددې ځانګړې ډلې قدر اوکړی اؤ ددوئی د کشالو پۀ هواری کښې ددوئی مرسته اوکړي ـ
درنو مېلمنو ! د پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) قدرمنو غړو پۀ دوېم ځل پۀ ما دصدارت دپاره باور سرګند ګړے دے کومه چې زۀ ددوئی د خپل ځان سره دبې کچه اؤ بې لالچه مينې سرګندونه بولم اؤ دا دځان دپاره لوېې وياړ ګڼم ـ اګر کۀ د ادبی پوهې پۀ حواله زۀ ځان ددې پوهنتون يو ادنی شاګړد بولم خو بل خوا د ملګرو خُلوص اؤ مينه راله ډاډ راکوی اؤ ما د ادب پۀ دې ازغنه لاره پۀ تادۍ سره تللو ته چمتو کوی ـ پۀ دې اړه زۀ د پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) د ټولو قدرمنو غړو ډېره مننه کووم اؤ ددې باور سرګندونه کووم چې زۀ به کۀ خېر وی ددوئی باوری ، ناباورۍ ته نۀ پرېږدم ـ
درنو ملګرو ! غورځنګ چې مستۍ ، چپې ،جوش او جذبې ته وائی ،ځکه خو د مُسافرۍ پۀ دې زړۀ ستړی اؤ تريخ ژوند کښې هُم د غورځنګ غړي دلوړې حوصلې خاوندان دي اؤ هر قسمه کړمو ته لکه د غر ورغاړه اووځي ـ
پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) څو داسې ځانګړی خاصيتونه لري چې د هغې نه ددې ادبی ټولنې د مضبوط بنسټ اؤ چوکاټ اندازه پۀ ښۀ ډول لګېدے شی اؤ ددې سره سره د پُښتو ژبې اؤ ادب دودې دپاره ددې د هلو ځلو مرام هُم پۀ ګوته کوی ـ
1 :ـــ د پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) د جمهوری طرز فکر اډاڼه ايز ادبی ټولنه ده اؤ د شخصيت پرستۍ د زهرو نه پاکه ده اؤ خپل يو ليکلے ادبی اؤ جمهوری دستور لری ـ
2 : ــ پۀ پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) کښې ګډون لرونکي شاعران اؤ ليکوال پۀ پُښتنی ټولنه کښې د خپل ښۀ ليک پۀ اړه پېژندے شي ـ
3 : ــــ د پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) خپل يو قانونی حېثيت لری اؤ پۀ باقاعده ډول د اسلامی جمهوريه پاکستان د سفارتخانې د رياض څانګې سره رجسټرډ ټولنه ده ـ
4 : ــــ پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) کښې د هر قسم سياسی او مذهبی فکر شاعران اؤ ليکوال موجود دي خو ددغه ټولو مرام د خپل سياسی چوکاټ نه بهر صرف اؤ صرف د پُښتو ژبې اؤ ادب وده ده ـ
5 : ــــ پۀ پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) کښې د پاکستان اؤ افغانستان د دواړو هېوادونومېشته پُښتانه ګډون لري کومې ته چې مونږ د ګاونډی هېوادونو دامن ، خوشحالۍ اؤ رورولۍ د سفير نوم هُم ورکولے شو ـ
6 : ـــ د پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) دسېوری لاندې هسې خو پۀ ګڼ شمېر کښې د غړو اؤ مينه والو نثری اؤ شعری مجموعې چاپ شوي دي خو پۀ ځانګړی توګه ( د ستورو کاروان ) ، ( د صحرا ونه ) ، (غورځنګ ) اؤ بيا پۀ تېره تېره ادبی لړۍ ( غورځنګ ) ددې ادبی ټولنې نۀ هېرېدونکې نخښې نخښانې دي چې ټول پُښتانه پرې پۀ ځائې وياړ کولے شي ـ
درنو مېلمنو ! لکه څنګه چې ما مخکښې اووې چې پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) خپل يو جمهوری دستور لری اؤ د هغې تر مخه کابينه د هلو ځلو پۀ حواله پۀ خلاص مټ خپل کار سرته رسولے شی نو زمونږ نوې مُنتخبې کابينې د روان کال 2007 ء دپاره يو جامع اؤ موثره تګ لاره تجويز کړې ده اؤ بيا ئې ددې مُتفقه منظوری ورکړې ده چې د هغې سر ليکونه څۀ پۀ دا ډول دي ـ
دکال 7-2006 دپاره
د پُښتو ادبی غورځنګ رياض سعودی عرب( رجسټرډ)
ټاکلې ادبی تګ لاره
(1) : د سوګندونو دستوره او ورسره دښاغلی اميرخان موسی خېل د شعری مجموعې ( سردرې) مخکتنه
(2) : پۀ لوئې اختر کښې ثقافتی دستوره
(3) : د خدائې بخښلی اميرحمزه خان پۀ ياد کښې مشاعره
(4) : سټېج ډرامه
(5) : پۀ انټرنېټ عالمی پُښتو مُشاعره
(6) : غورځنګ ( ادبی سلسله ) دوېمه خپرونه
(7) : د سپيناوی مرکو د دوېمې برخې تابيا
(8) : د سندرغاړی خورشيد عالم صابر پۀ اواز د جرګې د غړو کېسټ
(9) : د غورځنګ د يوم تاسيس پۀ موقع دوېم غورځنګ ادبی ايوارډ ورکول
(10) : دغورځنګ ډاټ کام پۀ نوم د جرګې د ادبی هلوځلو پۀ اساس د وېب سائټ جاری کول
(11) : د پاکستان او افغانستان قامی ورځې نمانځل
(12) :دبهرنو هېوادونو نه د پُښتو ژبې ادبی شخصيت راوستل او پۀ هغۀ عُمره کول ( کۀ چرې مالی حالت اجازت راکوو)
(13) : د پرنټ او الېکټرانک مېډيا سره ټينګ تماس نيول ـ
(14 ) : د غورځنګ فلاحی څانګې قائمول او هغې له مالی مرستې تر لاسه کول
(15) : تنقيدې غدنډې کول ـ
( 16) : د غورځنګ کتابتون د فعاله کولو دپاره ګامونه پورته کول
درنو مېلمنو ! زما دا پوخ يقين دے چې کۀ ستاسو غوندې پۀ پُښتو ژبه اؤ شاعرانو مئين مينه وال زمونږ سره خپله مرسته جاری اوساتی نو مونږ به ډېر زر خپل مرام ته اورسو کومه چې د پُښتنی ټولنې اصلاح اؤ پُښتو ژبې اؤ ادب ته وده ورکول دي ـ
د خپل تقرير پۀ اخر کښې يوځل بيا ټولو راغلو درنو مېلمنو هرکلے وائم اؤ مننه ېې کووم ـ محمد اعظم اعظم صېب وائی !
اے وخته ستا د تګ لارې زمونږه دي ستا نۀ دي
منزل کۀ زمونږ نۀ شو ، مزلونــــــــــــــــــــه خو به وي
bravenet.com