|
|
پښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ )
( يوه پېژندګلوی )
د مملکت اسلاميه سعودی عرب پۀ سرښار ( دارُالخلافه ) رياض کښې پښتون قام پۀ ګڼ شمېر سره د کار پۀ لړ کښې د مسافرۍ ژوند تېروي د خپل ځان د مالی اسودګۍ سره سره دوئي د سعودی عرب پۀ ودانۍ او پرمختګ کښې هُم پوره پوره برخه لري ـ د اسلام د سپېځلی دين پۀ اساس دوئي ددې خاورې سره بې کچه مينه لري او دا خاوره د خپل روحانی سکون دپاره سرچينه ګڼي ـ هُم پۀ دغه اساس دوئي دا خاوره خپل دوېم کور ګڼي ـ د يو اسلامی رور هېوادپۀ حېث د سعودی عرب اسلامی حکومت د پاکستان او افغانستان دپښتنو روڼو سره بې کچه مينه لري ـ
د پاکستان او افغانستان نه راغلو مُسافرو کښې د ژوند د هر مېدان ننګيال غړي موجود دي چې د خپل بې کچه محنت او لوړ همت پۀ وجه خپل يو ځانګړے حېثيت او پېژندګلو لري ـ پۀ عالمی نړۍ کښې د پښتنې خاورې د ننګ او پت پۀ اساس پښتون قام يو لوړ مقام لري ـ د سعودی عرب د سر ښار رياض پۀ دغه مُسافرو پُښتنو کښې د پاکستان او افغانستان دخاورې سره اړه لرونکي د لوړې پائې اديبان ، شاعران ،صحافيان ، ګلوکاران او د ډېرو نورو هُنرونو خاوندان مېشته دي ـ دا بيان شوي پياوړي غړي د خپل دود دستور او مورنۍ ژبې سره بې پاياوه مينه لري اوپۀ پردۍ خاوره هُم د خپلې مورنۍ ژبې د ودې او پرمختګ دپاره ددې ځائې د مقامی حکومت دقانون د چوکاټ دننه تُندې هلې ځلې کوي
پښتو ادبی غورځنګ رياض سعودی عرب د سعودی عرب دننه د مېشته پښتنومسافرو شاعرانو ، اديبانو،صحافيانو ،ګلوکارانو اوهنر مندانو يو ځانګړې ټولنه ده چې ورپکښې د پاکستان او افغانستان سره اړه لرونکي پۀ ګڼ شمېر کښې برني ښاغلي ګډون لري ـ
دپښتو ادبی غورځنګ رياض سعودی عرب بنيادتيګه په کال 2000 ء کښې پۀ رياض ښار کښې کېښودے شوې وه ـ دهغه وخت نه واخله تر ننه پورې پښتو ادبی غورځنګ رياض سعودی عرب د ادب پۀ مېدان کښې ډېر پۀ کاميابۍاو تُندۍ سره زغل کړے دے ـ
پښتو ادبی غورځنګ رياض سعودی عرب اوس د سعودی عرب نه بهر پۀ نورو هېوادونو کښې هُم نوم پېدا کړے دے او پۀ نړيواله کښې دا د پښتنو شاعرانو او اديبانو يو نمائنده ټولنه ګرځېدلې ده او نړيوال پښتانۀ ليکوال پرې وياړ کوي ـ
پښتو ادبی غورځنګ رياض سعودی عرب خپل يودستوری چوکاټ لری او ددغه دستوری چوکاټ دننه خپلو هلو ځلو ته دوام بخښی ـ پښتو ادبی غورځنګ رياض سعودی عرب هرکال پۀ دستوری توګه خپله يوه تګ لاره ټاکی او دهغې د سېوری لاندې خپلې هلې ځلې جاری ساتی ـ پښتو ادبی غورځنګ رياض سعودی عرب د خپلې کليزې تګ لارې تر مخه هرکال د نوموړو پُښتنو شاعرانو پۀ ياد کښې ورځې ډېرې پۀ درناوی سره نمانځی هرکله چې د پاکستان اوافغانستان قومی ورځې نمانځل ،پۀ انټر نېټ باندې عالمی پښتو مشاعرې کول ، ثقافتی بنډارې کول ، تنقيدې غونډې کول ددغې تګ لارې يوه برخه ده ـ
پښتو ادبی غورځنګ رياض سعودی عرب پۀ کال 2005 ء کښې پۀ ړومبی ځل د غورځنګ ايوارډ د جاری کولو تاريخی پرېکړه اوکړه کومه چې د خليجی ملکونو دننه يوه ځانګړتيا لری ـ
پښتو ادبی غورځنګ رياض سعودی عرب په تېرو کلونو کښې د پښتو ادبی غورځنګ رياض سعودی عرب د غړو شاعرانو پۀ کلامونو او پېژندګلوي اړه لرونکي دوه کتابونه ( د ستورو کاروان ) ،
( د صحرا ونه ) اؤ ( غورځنګ ) چاپ کړي ده هرکله چې پۀ کال 2005 ء کښې نوې منتخبې کابينې پۀ ړومبی ځل د پښتو ادبی غورځنګ رياض سعودی عرب د نوم ( غورځنګ ) پۀ مناسبت سره د يوې ادبی سلسلې تابيا اوکړه چې د هغې ړومبۍ ګڼه ډېره پۀ کاميابې سره د لوستونکو لاسو ته رسېدلې ده ـ د پُښتو ادبی سلسلې پېل کول هُم د خليجی هېوادونو پۀ سطح يو ځانګړے قدم دے ـ پښتو ادبی غورځنګ رياض سعودی عرب غواړی چې دا ادبی سلسله دغسې جاری اوساتی ـ
پښتو ادبی غورځنګ رياض سعودی عرب د سعودی عرب دننه د ډېرو پياوړو شاعرانو ، صحافيانو اوسماجی غړو سره د مرکو يوه لړۍ د ( سپيناو ے ) پۀ نوم هُم خپره کړې ده چې د پښتو ادبی غورځنګ رياض سعودی عرب د مېډيائی څانګې مرستيال محمد ساجد اقبال دغه ذمه وارئ تر سره کړي دي ـ دغه وېډيو مرکې د پښتو ادبی غورځنګ رياض سعودی عرب د کتابتون نه تاسو په کمه بيعه تر لاسه کولے شئ ـ
پښتو ادبی غورځنګ رياض سعودی عرب پۀ رياض ښار کښې خپل يو کتابتون هُم لری چې بې شمېره ادبی ، تاريخی اسلامی کتابونه پکښې موجود دي چې لوستونکو ته سترګې پۀ لار دي ـ
پښتو ادبی غورځنګ رياض سعودی عرب پۀ ډېرو ادارو اړه لرونکې ټولنه ده چې ددې دننه د هرې ادارې ځان له خپل يو نګران مقرر دے ـ پۀ دغه ادارو کښې د
( 1) د کتابتون څانګه ( اداره )
( 2 ) مېډيائی څانګه ( اداره )
( 3 ) د خپرونې څانګه ( اداره )
( 4 ) د پنګې څانګه ( اداره )
( 5 ) فلاحی څانګه ( اداره )
(6 ) د رابطې څانګه ( اداره )
bravenet.com