|
|
|
|
دټولونه مهمه کشاله پۀ پُښتوژبه دنوروژبووداثر ده ځکه چې پۀ پُښتنوکښې د علمی کموت او د ژب پوهانو د کمی لۀ امله ددې ژبې د اصلی شکل دورانېدووېره هم ده اوددې سره سره د پُښتون قام دلرغونی کلتور پۀ ضد دنوی دور اوداستعماری قواؤ پۀ مرسته چې کوم پاڅون روان دے ، ددې مخنيوے دشاعرانو او اديبانو دقلم پۀ ذريعه ممکن کېدے شی ـ اوددې غرض دپاره د شاعرانو اوليکوالو يوکېدل دوخت مهم ضرورت دے ـ پۀ ټوله نړۍ کښې چرته چې پُښتانۀ اووسی هغوئي له پکاردي ـ
چې دغلته د پُښتنو شاعرانو اوليکوالو ټولنې جوړې کړي اودپُښتوژبې اوادب دودې اوروزنې دپاره تحريکونه پېل کړي ـ پۀ خليجی هېوادونوکښې مېشته شاعرانواوليکوالودې پله خپل پام راګرځولے دے اوکم وزيات پۀ ټولوخليجی هېوادونوکښې پُښتوادبی جرګې جوړې شوي دي ـ دسعودی عرب خاوره پۀ دې اړوندډېره شته منه ده ـ ولې چې دلته د پُښتوژبې اوادب دودې دپاره ډېراوسودمندکار کېږی ـ پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) ددغه کاروان يو مضبوط ټولګے دے چې دا محال ډېرې پۀ تُندۍ خپلې ادبی هلې ځلې ترسره کوي ـ پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) چې د سعودی عرب دننه د پُښتو ژبې او ادب سره د اړه لروونکو شاعرانو او اديبانو يوه منظمه ادبی ټولنه ده ،دکومې بنسټ چې پۀ کال 2000 ء کښې ايښودلے شوے وو ـ نن دغه ادبی تنظيم د خليجی ملکونو د يو نمائنده پُښتوادبی تنظيم شکل اختيار کړے دے ـ اوپۀ نړۍ کښې د نېټ پۀ ذريعه د پُښتنو ليکوالو د زړۀ اواز جوړ شوے دے ـ دپُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) دخپل ځانګړی فعاليت اندازه ددې خبرې نه لګی چې پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) پۀ خپل دې لنډ ادبی سفر کښې تر اوسه دګڼو شاعرانو پۀ نوم درې تذکرې چاپ کړي دي اوددې سره سره ئې د غورځنګ پۀ نوم د خپلې يوکلنۍ ادبی سلسلې پېل کړے دے چې دوېمه ګڼه ئې ډېر زر تاسو ته وړاندې کوو ـ داډېر د يو لوئې شواخون کار دے او بيا پۀ تېره تېره د مُسافرۍ پۀ دې تريخ ژوند کښې خو د زهروګوټ تېرول دي ، خوشاباسے شه د غورځنګ دکاروان پۀ ملګرو چې هرې ادبی ستونزې ته لکه د اتلانو غاړه وځی اودخپل مرام پۀ
لوری تګ کوی ـ دهغه يو شاعر دا شعر چې
د مــــرام پـــۀ لــــور مـــــــزل پۀ انګارونو
مونږ ته اوګوره اشنا څومره اسان دے
د پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) غړودخپل ژوند نه ددې شعر مفکوره سرګنده کړې ده ـ پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) تر اوسه پورې د پُښتوژبې او ادب د ودې اوروزنې دپاره ډېر ګټه ور ګامونه پورته کړي دي اولکه ديوپوهنتون شکل ئې اختيار کړے دے ـ نن دور چې د نېټ اومېډيا دور يادېږی د پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) روښان فکره غړودخپل چاپېريال د معروضی حالاتوپۀ اساس د وخت سره اوږه پۀ اوږه دتللو پوره پوره کوشش کړے دے اود ادبی کتابونو،مجلو سره سره ئې د وېب سائټ دلارې هم خپلو ادبی هلو ځلو ته دوام بخښلے دے اوددې مقصد دپاره ئې خپل يوځانګړے وېب سائټ پرانستے دے چې پۀ نړۍ کښې خواره واره مېشته پُښتانه ليکوال ترې پوره پوره مرسته ترلاسه کولے شی او د پُښتوژبې اوادب د ودې سره سره پرې خپله ادبی
تنده ماتولے شی ـ
دپُښتوادبی سلسلې ( غورځنګ ) دوېمه ګڼه ستاسو پۀ لاس کښې ده ـ پُښتوادبی غورځنګ رياض سعودی عرب ( رجسټرډ ) پۀ دې ګڼه کښې خپل پوره پوره کوشش کړے دے چې د غورځنګ اواز اومقصد تر نورو ليکوالو پۀ موثره توګه اورسوی اوددې سره سره پۀ خليجی ملکونوکښې د مېشته پُښتوژبې د ليکوالو اوشاعرانو فنپارې تر تاسو دراورسوی او ددې سره سره پۀ ړومبی ځل مونږ دا زيار هم کړے دے چې د نورو هېوادونو دپُښتنو ليکوالو،شاعرانواوهنرمندانو سره مومرکې هم کړي دي چې داشان تاسو د هغوئي د سپېځلی خيالاتو نه خبر شئ اوددوئي پوره پوره ډاډګېرنه هم اوشی ـ
درڼا دوړانګو دا سفر به جاری وی ـ اوستاسو د نېکو هيلوبه تل تر تله پامته داره يُو ـ
bravenet.com