دغورځنګ ډاټ کام قدرمنو لوستونکو
د مينې اؤ خلوص نه ډکې پېرزوئنې قبولې کړئ
پُښتون قام چې خپل يولرغونے تاريخ اوځانګړے دود دستور لری، خپل دغه روايات د
ځان سره پېړۍ په پېړۍ تردې دمه رارسولي دي ـ دغه شان پُښتوژبه اوادب هم ددې قام
سره لکه د وجود دسېوری داتګ ښۀ پۀ نره کړے دے، اوکله ئې هم دپُښتون قام دا پاکه
لمنه نۀ ده پرېښودې ـ کېدے شی د وخت اؤ حالاتوسره پۀ دې کښې څۀ بدلونونه راغلي
ضرور وی اوترڅۀ وخته پورې ئې دغه تګ تم شوے هم وی ولې نن چې مونږ
ګورونودڅوپېړودتېرېدونه پس هم ددې ژبې ژوندی اوفعاله خاصيت ته چې اوګورو
نوداسرګنده شی چې رښتيا دايوه ژوندۍ ژبه ده او دژوندی قام ژبه ده ـ دپُښتوژبې
اوادب دودې اوروزنې دپاره پۀ هروخت کښې تحريکونه پېل شوي دي اوخپل يوکوټلے
کردار ئې لوبولے دے چې دهغې دبرکته نن دا ژبه نه يواځې داچې ژوندۍ ده بلکې
يونوموړتيا هم لری ولې پۀ تېره تېره پۀ تېرو څو لسيزو کښې چې دې ژبې پۀ نړيواله
کښې کوم ځائې بياموندے دے هغه دذکر وړ دے ـ پۀ نړۍ کښې دپُښتنوپۀ ضد
دراپاسېدونکوقواؤاودهغوئی عملياتو نړۍ دې ته مجبوره کړه چې هغوئی د پُښتون قام
د ژوند ژواک پوره پوره جاج واخلی اوخپلو عملياتو ته پوخ دوام ورکړی ـ ددې سره
سره د مېډيا يعنې د نشرياتی ادارو هم دې پله خصوصی پام شو اوهغوئی د خپلو
ضرورتونوپوره کولو دپاره ددې سيمې مخه اوکړه ـ دغه وجه وه چې پُښتون قام
اوپُښتوژبه پۀ نړۍ کښې ډېره پۀ موثره توګه راښکاره شوه اوددې غرض دپاره د مېډيا
د لارې نوې نوې پُښتو چېنلې هم پرانستے شوې ـ داوخت ترنيم درزن نه زياتې د
پُښتوژبې سېټلاېټ چېنلې موجودې دي ـ دپُښتوژبې اوادب د ودې پۀ لاره کښې د
ټولونه غټ خنډ د پُښتون قام کم علمی وه ـ پُښتون قام تر ړومبنۍ راسې څۀ ښو پۀ
خپلو قبائېلی شخړوکښې خپل وخت ضائع کړے دے اؤ څۀ ورته استعماری قواؤ د مخکښې
تلو دپاره لار نۀ ده ورکړې ځکه چې دا قام پۀ جينياتی توګه دومره شته من دے چې
کوم مېدان کښې ددې وګړو قدم اېښودے دے نويوه ځانګړتيا ئې ښودلې ده اودبدلون
لارې ئې پرانستې دي ـ ولې د الله تعالی پۀ فضل سره اوس پۀ پُښتنوکښې يو پله
علمی زياتوالے روان دے او بل پله پۀ معاشی توګه هم د پرمختګ پۀ لار روان دي ـ
ددې سره سره د نوی دور د مروجه ټېکنالوجۍ نه هم د پُښتوژبې اوادب ته لويۀ ګټه
روانه ده او رسی ـ هغه ورځ لرې نۀ ده چې پُښتوژبه اوپُښتون قام به پۀ نړيواله
کښې دنوروقامونوسره اوګه پۀ اوګه اودرېږی ـ دنوی نړيوالوحالاتواودمېډيا د
تُندوچپو پۀ وړاندې د پُښتوژبې دشاعرانو اوليکوالو پۀ دندوکښې نور زياتوالے
راغلے دے اوپکارده چې پُښتانۀ شاعران اوليکوال ددغې حالاتومقابلې ته ځان تيار
اوساتی ـ
( دنور
تفصيل دپاره ټک ورکړئ)